د حکومت په وینا، دوه جنایتکاران چې پر موټر سایکل سپاره ول د سېنکیانګ سیمې په هوتان ولایت کې یې پر پولیسې برید وکړ.
دولتي ټیلي وېژن د ګل یا دوشنبې پر ورځ وویل، وسله والو ((په تېرو الاتو په ظالمانه ډول)) دا پولیسه ووژله. پېښه د جمعې پر ورځ له یوه بازار سره نېږدې شوې ده چې خبر یې اوس ورکړل شو.
چینی حکومت وايي، په سېنکیانګ سیمه کې اسلامپالي بېلتونپالي فعاله دي او د مشرقي ترکستان جوړولو لپاره تاوتریخوالی استعمالوي.
که څه هم حکومت د دې پولیسې پېژندګلوي نه ده کړې خو له نومه یې ښکاري چې یوغورۍ وه. د دې پولیسې یوې همکارې د چین دولتي ټیلي وېژن ته ویلي دي چې پر وژل شوې پولیسې ماشوم پورې «حامله» وو.
د چین حکومت بندیزونو له کبله په سیمه کې ازاد خبریالان نشته چې د دې ډول پېښو په اړه باوري خبرونه ورکړي.
په تېرو دوو کلونو کې په سېنکیانګ کې د یوغور لږکیو او هان توکمه چینایانو تر منځ په تاوتریخوالي کې په سلګونه کسان وژل شوي دي. حکومت د بیجینګ په ګډون د هېواد په نورو برخو کې هم د وسله والو بریدونو تور پر یوغور اسلامپالو پورې کوي.
د جولای په میاشت کې د حکومت پلوه امام وژنې اشاره ورکړه چې له دولت سره د ولاړو یوغور وګړو پر ضد فعالیت زیاتېږي.
جلاوطنه یوغور کسان او د بشري حقونو فعالان وايي، د چیني حکومت جابرانه تګلارو له کبله ناکراري پیدا شوې ده. بیجنګ له دې توره انکار کوي.
د سېنکیانګ سیمې پولې له منځنۍ اسیا، افغانستان، پاکستان او هند سره لګېږي.
په سېپټېمبر کې دولتي رسنیو وویل، په هغې سیمې کې پولیسو شاوخوا ۴۰ بلوهګر ووژل. د رسنیو په وینا، په دوی کې ځېنو د ځانمرګو بریدونو هڅه هم کړې وه.
چین وايي، د شرقي ترکستان غورځنګ له القاعدې سره اړیکي لري خو نقادان وايي، حکومت د شرقي ترکستان په پلمه په سیمه کې جابرانه او سختې پالیسۍ عملي کول غواړي.