کراچۍ:وسله والو د مذهبي ګوندونو دوه مشران وژلي

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د نامالومه وسله والو لخوا د مذهبي ګوندونو دوه سیمه ایز مشران په ډزو وژل شوي دي.

د کراچۍ پولیس وايي لومړي پېښه د سېشنبې پر ماځیګر د ښار په پښتون میشته سیمه قصبه کالونۍ کې رامنځ ته شو چې پکې وسله والو د جمعیت علماء اسلام فضل الرحمان ګوند یو ځايي مشر مولانا ساجدالله په ډزو وواژه.

د ځايي پولیسو مشر ناصر محمود نن (چارشنبه) مشال راډیو ته وویل په مولانا ساجدالله د دې نه وړاندې هم درې واره قاتلانه حملې شوي دي.

بله پېښه بېګاه د کراچۍ په ناظم آباد سیمه کې مخې ته راغله چې پکې د اهل سنت والجماعت ډلې یو سیمه ایز مشر مولانا مسعود د نامالومه وسله والو په ډزو کې ووژل شو.

پولیس وايي څه موده وړاندې د نوموړي ورورهم په دغه ډول پېښه کې وژل شوی وو. تر اوسه چا د دې بریدونه پړه پر غاړه نه ده اخیستي.

د یادونې وړ ده چې په کراچۍ کې د امنیتي ادارو لخوا هدفي عملیات هم روان دي خو په دې ورستیو کې دهدفي وژنو بهیر زیاته شوې ده.