'امریکا دې له افغانستانه په وتو کې تېروتنه نه کوي'

د امریکا د ریپبلیکن ګوند سینیر سینیرټرانو جان مکین او لینډسي ګراهم له ولسمشر بارک اوباما نه په کلکه وغوښتل چې له افغانستانه د پوځیانو په ژر ایستلو هغه تېروتنه تکرار نه کړي چې په عراق کې یې کړې وه.

دواړو سینیټرانو پرون /چارشنبه/ وویل، اوباما ته پکار دي چې د ځواکونو د ایستلو شرایط په پام کې ونیسي او په افغانستان کې د پوځي موجودګۍ په اړه پلان ته بیا کتنه وکړي.

دوی دا څرګندونې په داسي حال کې وکړې چې د افغانستان نوي منتخب ولسمشر له امریکا سره د امنیتي موافقې د لاسلیکولو لپاره چمتووالی وښود.