له راتلونکي افغان ولسمشره د خوستیانو غوښتنې

د خوست ولایت یو شمیر قومي مشران او د مدني ټولنې غړي، د افغانستان له راتلونکي ولسمشره غواړي، چې د دې ولایت علمي، مسلکي او اکاډمیک شخصیتونه حکومت ته جذب کړي او هغوی ته په خپلو مسلکي رشتو کې د خدمت کولو زمینې برابرې کړي.

د خوست ولایت یو شمیر قومي مشران او د مدني ټولنې غړي، د افغانستان له راتلونکي ولسمشره غواړي، چې د دې ولایت علمي، مسلکي او اکاډمیک شخصیتونه حکومت ته جذب کړي او هغوی ته په خپلو مسلکي رشتو کې د خدمت کولو زمینې برابرې کړي.

دوی وايي، د حامدکرزي په مشری د افغان حکومت په جوړښت کې په تېرو دیارلسو کالونو کې د خوست ولایت د علمي او اکاډمیکو شخصیوتونو ونډه لږه وه او دوی ته د دې زمینه برابره نه شوه، چې د حکومت چوکاټ ته جذب شي او په خپلو مسلکي رشتو کې د خلکو خدمت وکړي.

د خوست د مجاهدینو اسلامي شورا مشر مولوي سردار ځدراڼ مشال راډیو ته وویل، چې ولسمشر حامدکرزي په تېرو دیارلسو کالونو کې افغانانو ته په ټولو برخو کې د قدر وړ خدمتونه کړي، خو لکه څرنګه چې ښايي د خوستیو کدرونو جذب او ګمارنې ته يې توجه نه ده کړې:

((په تېرو دیارلسو کالونو کې ولسمشر حامدکرزي د ټول افغانستان د پاره بې ساري خدمتونه کړي، چې خوست ولایت هم د هغه د خدمتونو نه برخمن دی، ولې یو څه نه چې موږ ګیله لرو د خوست خلکو ته په نظام کې لکه څرنګه چې شاید او باید دي، زموږ استعداونه او کدرونه شته، خو موږ په نظام کې ورځینې بې برخې یو، د راتلونکې ولسمشر نه زموږ غوښتنه داده چې په نوي حکومت کې زموږ کدرونه ځای پر ځای کړي او موږ ته خپله ونډه راکړي.))

خوست د افغانستان د هغو ولایتونو نه یو دی، چې خلک يې د پوهنې او لوړو زده کړو سره ډېره مینه لري او همدا اوس په دې ولایت کې پنځه د لوړو زده کړو موسسې او ګڼ د نیمه لوړو زده کړو مرکزونه فعال دي، چې د خوست تر ۱۵ زره زیات کسان په کې په لوړو او مسلکي زده کړو بوخت دي.

سږکال یوازې د خوست پوهنتون تر پنځه سوه زیات ځوانان په ۱۲ رشتو کې د لیسانس په کچه فارغ کړل.

قومي مشر حاجي رحمت ګل وايي، چې په تېرو ټاکنو کې د خوستوالو ونډه د هېواد په کچه بیلګه ییزه وه، نو هغه هیله څرګنده کړه، چې نوی ولسمشر د تېر وخت په شان دا سیمه او کدرونه يې هېر نه کړي:

((د نوي ولسمشر نه مو دا هیله ده، چې دوی سره په ټاکنو کې د خوست خلکو پوره همکاري وکړه، په ډېرو سختو شرایطو کې يې رایه ورکړه، نو خدای دې وکړي چې په اینده کې زموږ ښکلي کدرونه، ښکلي روږشنفکران او مشرانو ته مخ راواړوي او د تېر په شان بیا له هر څه پاتې نه شو.))

د خوست یو بل تن قومي مشر هم وايي، چې د دې سیمې علمي او مسلکي کسانو وړتیاوو ته باید په لږ نظر ونه کتل شي:

((ګل الرحمان مشهور په کاکي د شمل قوم سپین ږیری یم، خوست ډېر عالمان لري، ډېر علمي خلک لري، رسیدلي خلک لري، زموږ غوښتنه داده چې باید دا په حکومت کې جذب شي، دوی نه کار واخیستل شي او دوی ته په کم نظر ونه کتل شي.))

د مدني ټولنې فعال او د نظر خاوند نصیراحمد روښان د اوسني نظام په جوړښت کې د خوستیو علمي او اکاډمیکو شخصینونو د لږ جذب یو لامل داوباله، چې دوی په مرکز کې د سیاسي ملاتړ له پاره خلک نه درلودل، نوموړي هم د نوي ولسمشر نه وغوښتل، چې خوستیو کدرونو نه د حکومت په جوړښت کې ګټه پورته کړي او دوی مناسبو او ښو وظایفو ته جذب کړي:

((په تاسف سره چې په تېرو دیارلسو کالونو کې د خوست د کدرونو څخه استفاده ونه شوه، یو علت يې داوه، چې د خوست کدرونو ونشو کولای چې د مرکز په سطحه ځانته یو سیاسي سپوټ پیدا کړي، او د هغې نه په استفادې دوی د حکومت په بیلابیلو پستونو کې ځای پر ځای شي او خپلې خاورې ته خدمت وکړي، نو د راتلونکې حکومت نه د خوستمیشتو غوښتنه داده، چې د خوست ولایت د کدرونو نه چې د هېواد ملي شتمني پرې مصرف شوې، په مختلفو برخو کې ورځینې استفاده وکړي.))

د یادونې وړ ده، چې د ولسمشری د اولې پلا د ټاکنو نه بیا تر اوسه چې پنځه نیمو میاشتو ته يې موده نږدې کیږي، د خوست خلکو، مدني فعالانو او قومي مشرانو په کراتو او ټینګار سره د نوي حکومت او راتلونکې ولسمشر نه دې سیمې ته د پاملرنې او د خوست د کدرونو د ګمارنې غوښتنې کړي دي.

خوستوالو په دویم ځلي ټاکنو کې په پراخه اندازه برخه واخیسته.