نامتو پښتون سیاستوال ملک امان کاسی مړ شو

نامتو پښتون سیاستوال ملک امان کاسی

اته شپېته کلن امان کاسي په ټول ژوند احمدشاهي افغانستان منلو، او د همدې نظر لپاره يې ټول عمر کار کاوو، او د خپل ژوند یوه برخه د خپل دې سیاسي دریځ له کبله د پاکستان په زندانونو کې تېره کړې.

د پښتنو نامتو سیاستوال ملک امان کاسي له دې نړۍ سترګې پټې کړې. د ملک امان کاسي د کورنۍ غړي وايي، کاسي نن د زیارت په ورځ په کابل کې د زړه د دورې له امله ساه ورکړه. نوموړی هلته د پښتنو او بلوڅو ملي ورځې لمانځلو لپاره ته تللی وو.

اته شپېته کلن کاسي په ټول ژوند احمدشاهي افغانستان منلو، او د همدې نظر لپاره يې ټول عمر کار کاوو، او د خپل ژوند یوه برخه د خپل دې سیاسي دریځ له کبله د پاکستان په زندانونو کې تېره کړې.

د ملک امان کاسي د جنازې مراسم به سبا د جمعې په ورځ په خپل پلرني ټاټوبي چشمه اچوزيي کې ترسره کېږي.

د مشال راډيو له خبریال خدای نور ناصر سره د ملک امان کاسي وروستۍ مرکه دلته واورئ

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

'پاکستان به تل له ستونزو سره مخامخ وي'