امریکا د پاکستان په سیاسي کړکیچ کې د صبر او زغم غوښتنه کړې او له مظاهره چیانو یې غوښتي چې د حکومت ضد مظاهرو پرمهال دې له تاوتریخوالي کار نه اخلي .
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویانده جین ساکي وايي، واشنګټن له ټولو اړخونو غواړي چې له تاوتریخوالي دې ځان وساتي او قانون ته دې درناوی وکړي .
نوموړې وویل خلک د پرامنه مظاهرو حق لري خو دوی د تشدد له لاري په سیاسي نظام کې د غیر آیني بدلون نه شي راوستلی.