د کوټې خبریالانو قاتلان دې ژر تر ژره ونیول شي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پېښور پرېس کلب مخې ته د خېبر خبریالانو اتحادیې په کوټه کې د زیارت پر ورځ د دوو ژورنالسټانو د وژنې پر ضد احتجاج وکړ او له حکومته وغوښت چې د پېښې ککړ کسان دې ژر تر ژره ونیول شي. دوی غوښتنه کوله چې په پاکستان او پتېره په خېبر پښتونخوا، فاټا او بلوچستان کې دې د خبريالانو وژنې او ځورونې ودرول شي