د کوټې پر پرینس سړک نامالومه وسله والو پر يوه هوټل لاسي بم برید کړی چې په کې لس تنه ژوبل شوي دي.
د دغه ښار پولیس مشال راډيو ته وویل، وسله وال چې پر موټر سايکل سپاره ول، د پرینس سړک پر نعمت کده هوټل يې د لاسي بم برید وکړ او په تېښته کې بریالي شول.
په دې برید کې لس تنه ټپيان شوي، چې د کوټې سنډيمن روغتون ته يې منتقل کړيدي. تر اوسه د برید مسوولیت کومې ډلې قبول کړی نه دی.