'د بابړې خونړۍ ورځ مې په خپلو سترګو ولیدله'

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د چارسدې بابړې یو سپینږیری خدایي خدمتګار دوست محمد خان چې په خان بابا پېژندل کېږي د هغه پېښې د سترګو لیدلی حال وايي، چې له ننه ۶۶ کاله وړاندې په خېبر پښتونخوا د هاغه وخت په صوبه سرحد کې د قیوم خان حکومت له لوري د باچا خان د تحریک پر ملګرو په ډزو کې تر ۶۰۰ زیات کسان وژل شوي ول.