اشرف غني احمدزی او عبدالله عبدالله هوکړې ته ورسېدل

ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله

ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله د جمعې په ورځ په کابل کې وویل چې دوی په دې اړه یوه ګډه اعلامیه لاسلیک کړېده. پر دې مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کېري هم موجود وو.

د افغانستان د ولسمشرۍ دواړو نوماندانو اعلان وايي چې دوی یو داسې هوکړې ته رسېدلي چې په راتلونکي کې به په ګډه کار کوي.

ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله د جمعې په ورځ په کابل کې وویل چې دوی په دې اړه یوه ګډه اعلامیه لاسلیک کړېده. پر دې مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کېري هم موجود وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کېري دا هوکړه د یو افغاني لانجې لپاره افغاني حل لاره وبلله او ویې ویل چې په دې کې هیڅ شی هم د اساسي قانون پر خلاف نه دي.

اشرف غني احمدزي وویل ، ً د دې هوکړې له مخې به د افغانستان ثبات او سوکالۍ ته د دواړو ټیمونو له خوا په ګډه کار وشي او له مخې به یې د ملي یووالي حکومت رامنځته شي ً.

اشرف غني احمدزي وویل ، ً نن محترم ورور ډاکټرصاحب عبدالله او ما په مشترکې اعلامیه کې په ځینو بنیادي اساساتو باندې موافقې ته رسیدلي یً.

نوموړي زیاته کړه ، ً موږ هر اړخیز تفتیش ته ژمن یو. د ولس مقابل کې مو دا ژمنه کړې چې نتایج به منو بیا هم په ګډه د ملي وحدت یو حکومت جوړوو چې زموږ ملي برنامه به پلي کوي او ولس ته به مسووله وي.″

د اشرف غني احمدزي په وینا ، دا هوکړه تر نورو ټولو پروسو په دې ډېر ارزښت لري چې د افغانستان خلک به د پرمختګ پر لور یوسي.

ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، ً په کار ده چې د افغانستان د سوکالۍ لپاره دواړه ټیمونه په ګډه کار وکړيً.

عبدالله عبدالله زیاته کړه چې د شوې هوکړې له مخې به د ولسمشرۍ د دواړو کاندیدانو ګډ اهدف په پام کې ونیول شي.

نوموړي وویل ، ً د افغانستان د ملي وحدت د لا پیاوړتیا په خاطر موږ یو بل سره دا ژمنه کړې چې انشالله یو ځای به کار سره کوو د افغانستان په خاطر او د افغانستان د خلکو په خاطرً.

ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله وویل چې د شنبې له ورځې به د دواړو انتخاباتي ټیمونو د استازو ځانګړې کاري ډلې د شوې هوکړې د پلي کولو پر لار چارو پیل وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کيري د دواړو کاندیدانو تر منځ د شوې سیاسي هوکړې هرکلی وکړ او ویې ویل چې امریکا د دې هوکړې کلک ملاتړ کوي.