سپینه ماڼۍ وایي، روسیه به له دې پریکړې سره چې له امریکا د خوراکي موادو پر وارداتو بندیز لګوي، له نړېوالې ټولنې نوره هم منزوي شي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې لورا مګنسن د چارشنبې پر ورځ وویل، له لویدیځو کمپنیو او هیوادو څخه د بندیزونو انتقام اخیستل به د روسیې اقتصاد نور هم وځپي.
لورا مګنسن زیاته کړه چې حتی د روسیې مرکزي بانک ویلي دي چې د خوراکي موادو د وارداتو بندیز به په روسیې کې انفلاسیون زیات کړي.
یو شمیر راپورونه د روسیې د خوراکي موادو د نورم او ستندرد د ادارې د ویاند الیکسي الکسسینکو په وینا څرګندوي چې له امریکا څخه د ټولو خوراکي موادو پر وارداتو بندیز لګول شوی دی.
الکسینکو ویلي دي چې له اروپایي ټولنې څخه هم د میوو او سبزیجاتو پر وارداتو بندیز لګول شوی دی.
روسیه هر کال له امریکا او اروپایي ټولنې د ملیارډونو ډالرو په ارزښت خوراکي مواد واردوي.