ارمنستان او اذربایجان د ناګورنو قره باغ د بېلې شوې سیمې پر سر د کړکېچ په ترڅ کې پر یو بل د اوربند د ماتولو تور ولګاوه.
د ارمنستان دفاع وزیر سیریان اوهانیان پرون وویل، د اذربایجان له لوري د کړکېچ د زیاتولو هڅه د جګړې اور بلولی شي خو باور لري چې تراوسه پوري د پراخو پوځي عملیاتو لپاره دلیل نشته.
د اذربایجان دفاع وزیر پرون وویل، چې د اوونۍ په پیل کې د دغه هیواد یوه ټپي شوي عسکر ساه ورکړه او له دې سره په وروستیو ورځو کې د ډزو په نتیجه کې د اذربایجاني پوځیانو د تلفاتو شمېر ۱۳ تنو ته ورسېد.
د اذربایجان دفاع وزارت د وضعیت د خرابېدو پړه د ارمنستان په غاړه واچوله.