په اورکزو کې د مشکوک ترهګرو پر سنګرونو هوايي بمباري

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د قبايلي سيمې اورکزو په ماموزي کي د ترهګرو په پټ ځايونو پاکستاني جنګي الوتکو بمباري کړي ده، او د راپورونو تر مخه يو شمير ترهګر وژل شوي دي. د کرښي پر غاړه ننۍ خپروني موضوع همدا ده،چي په دغه سيمه کي د پوځي عملياتو باوجود بيا ولي تره ګرو سر را اوچت کړی دی . په دي پروګرام کي ميلمانه ،د اورکزو پارليماني غړی جواد حسين، د ماموزو يو مشر ملک ثواب خان اورکزي، بريګيډییر ريټاير سعد او د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې یو اين ايچ سي آر ويانده ميرمن دنيا اسلم خان دي. د پروګرام کوربه مجيد بابر دی.