د اسامه د وژل کېدو وروسته په افغانستان او پاکستان کې د القاعدې مستقبل

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د اسامه بن لادن د وژل کېدو وروسته به په افغانستان او پاکستان کې د القاعدې راتلونکی څه وي؟ د مشال تر رڼا لاندې بحث کې چې کوربه یې پامیر سایل دی،دناروې له اوسلو څخه د پاکستان ،قبایلي سیمو او د افغانستان د چارو کارپوه فرحت تاج او د افغانستان او د سیمې د چارو کارپوه غفور لیوال له کابله مله دي.