" نړېواله ټولنه دې د ولسي وګړو د وژلو مخه ونیسي"

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د افغانستان په بېلابېلو سیمو او د فلسطین په غزې تړانګه کې د ولسي وګړو د وژل کیدو په غبرګون د چهارشنبې پر ورځ په کابل کې مظاهره وشوه. په دې مظاهره کې لسګونه کابل ښاریانو او د همبستګۍ د ګوند پلویانو برخه اخیستې وه او له نړېوالو یې وغوښتل چې د بې ګناه خلکو د وژل کیدو مخه ونیسي.