کاینات وايي د سوات هره پېغله ملاله ده

د ملالې یوسفزۍ خوارلڼه او ملګرې ملاله یوسفزۍ

د تعليم د نړيوالې مبارزې ملالې يوسفزۍ ملګرې کاينات وايي په سوات کې هره جينۍ ملاله جوړيدل غواړي . کاينات وايي هغه له ملالې يوسفزۍ سره په رابطه کې ده او ملالۍ دې ته ويلي دي چې غواړي هرې پښتنې جينۍ ته د تعليم ترلاسه کولو موقع په لاس ورکړي.


کاينات چې د طالبانو لخوا په بريد کې له ملالې يوسفزۍ سره يوځاي ژوبل شوې وه، د مشال راډیو همکار اسرار عالم مومند ورسره مرکه کړې او په سر کې يې ترې پوښتلي دي چېد ملالې د نړیوالې ورځې د مانځلو په اړه یې غبرګون څه دی ؟د کاینات خبرې لاندې اوریدلای شئ :

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

کاینات د ملالې په اړه غږیږي