د کانګو وایرس افغان ناروغان پېښور کې تر درملنې لاندې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پېښور په حیات اباد مېډیکل کمپلېکس کې د کانګو وایرس ناروغانو د علاج لپاره بندوبست شوی دی. د مشال راډویو خبریال شبیر جان د روغتیايي چارواکو له خولې وايي، چې تر اوسه په کانګو وایرس ککړ درې ناروغان مړه شوي او څلور نور تر درملنې لاندې دي. په دغه ناروغۍ اخته ټول ناروغان د افغانستان وګړي دي.