د پاکستان وزيراعظم نواز شريف ويلي چې له هند سره د ملګرتيا د يوي نوي دور د پيلولو خواهش لري. نوموړي دا څرګندونې نن «سېشنبه» په نوي ډلي کې د هند له وزیراعظم نرېندرا مودي سره د لیدو پر وخت وکړې.
د پاکستان د سرکاري راډیو پر وېبپاڼه په خپور شوي خبر کې راغلي چې نواز شريف د ملاقات پر مهال ويلي چې د دواړو هېوادونو ولس غواړي چې دوستانه اړيکې ولري.
دواړو مشرانو پر بېلابيلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې او د شته ستونزو د هواري لپاره يې د مذاکراتو د عمل پر پرمختګ خپل نظرونه څرګند کړل.
د دواړو هيوادونو په تاريخ کې لومړی ځل دی چې يو پاکستانی وزيراعظم د هند د وزیراعظم د لوړې په مراسمو کې ګډون کوي. داوړو هیوادونو د کشمیر د لانجمنې سیمې پر سر په خپلو کې درې ځلې جګړه کړې ده.
نواز شريف دا وخت د هند په دوه ورځنۍ دوره په نوي ډلي کې دی.
نوموړي پرون د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي او د سوهېلي آسيا د نورو هيوادونو له مشرانو سره يو ځای د د نراېندرا مودي د لوړي په مراسمو کې ګډون وکړ.
نریندر مودي د هندو ملتپاله ګوند بارتيا جنتا پارټۍ د مشر په حېث پرون «دوشنبه»د هند ۱۵م وزیراعظم په توګه تر هغه وروسته لوړه وکړه چې دغه ګوند په پارليماني انتخاباتو کې اکثريتي چوکۍ وګټلې.