پاکستان د خپل اقتصاد غوړولو پلان جوتوي

حکومت پلان لري چې د موبايل ټيليفونونو د لايسنسونو نيلامولو په ترڅ کې حکومتي خزانې ته شاوخوا ۵ بيلينه ډالر ورشي

امريکايي ورځپاڼې وال سټريټ ژورنال د پاکستاني حکومت د هغه اقداماتو په اړه يوه ليکنه خپره کړې ده چې غواړي په ترڅ کې يې د دې هېواد اقتصاد پياوړی کړي.


په ليکنه کې د پاکستان د ماليې د وزير اسحاق ډار په حواله ويل شوي چې د دې لپاره چې د هېواد د اقتصادي وضيعت په اړه ښودل کېدونکيو اندېښنو ته ځواب وويل شي، حکومت په پام کې لري چې راروان سپرلی د يو شمېر حکومتي کمپنيو ونډې خرڅې کړي.

نوموړي زياته کړې، حکومت پلان لري چې د موبايل ټيليفونونو د لايسنسونو نيلامولو په ترڅ کې حکومتي خزانې ته شاوخوا ۵ بيلينه ډالر ورشي.

په دغه لړ کې يو بل اقدام چې د ماليې وزير اسحاق ډار يې په دې وروستيو کې د يوې مرکې په ترڅ کې يادونه وکړه، د پاکستان د دولتي هوايي شرکت (پي آيي ای) په دوو برخو کې وېشل او د يوې برخې یې بيا پر شخصي پانګه والو خرڅول دي.

په ليکنه کې راغلي، د پاکستان وزيراعظم نواز شريف د تېر کال په جون مياشت کې د دې هېواد حکومتي واک اختيار په داسې حال کې تر لاسه کړ چې دغه هېواد د اقتصاد او توانايۍ په برخو کې د بحران سربېره له امنيتي ستونزو سره مخامخ و.

له هغه وخت راهيسې حکومت هڅې کړي چې د برېښنا په برخه کې حکومتي قرضې راکمې کړي او په هېواد کې د بجلۍ د لوډشيډنګ مساله حل کړي.

د ليکنې له مخې، په دغه لړ کې د پاکستان حکومت له نړيوال وجهي صندوق سره د شپږ اعشاريه شپږ بيلينه ډالره په اندازه پر يوه ډيل خبرې هم کړې دي.

ليکنه زياتوي، له دغو اقداماتو وروسته د پاکستان په اقتصاد کې د ښه والي يو څه نښې ليدل شوي، خو دغه پرمختګ لا هم د هېواد د نفوسو په شمېر کې د زياتوالي له کچې سره په تناسب کې نه دی.

ورځپاڼې د پاکستان د ماليې د وزير اسحاق ډار هغه خبره راخيستې چې ويلي يې دي، موږ لګيا يو ځينې مشکلې پرېکړې کوو. خو د دې لپاره چې خپل اقتصاد سم کړو، دغسې کول ضروري ول.

په عين حال کې د پاکستان د مرکزي دولتي بانک پخواني مشر عشرت حسين يادې ورځپاڼې ته ويلي، دا مهال پانګوالو ته په پاکستان کې د کاروبار کولو لپاره زمينه مساعده نه ښکاري. د نوموړي په خبره، که پانګوال چيرې په پاکستان کې د حکومتي شرکتونو په کاميابۍ سره د پلورل کېدو شاهدان ووسي، نو ښايي په دې هېواد کې پانګې اچونې ته زړه ښه کړي.