"په ټاکنیزو مبارزو کې د نوماندانو د چلند ارونه"

په خوست کې د سولې او جنګ د رپوټ ورکونې انسټیټیوټ له خوا د لسګونو ځوانانو په ګډون په ټاکنیزو مبارزو کې د نوماندانو د چلند د اوصولو په باب یوه رسنیزه مناظره جوړه شوه،

په خوست کې د سولې او جنګ د رپوټ ورکونې انسټیټیوټ له خوا د لسګونو ځوانانو په ګډون په ټاکنیزو مبارزو کې د نوماندانو د چلند د اوصولو په باب یوه رسنیزه مناظره جوړه شوه، د مناظرې ګډونوالو د ټولو نوماندانو وغوښتل، چې په ټاکنیزو مبارزو کې دې، د نورو د غندلو پر ځای خپلې برنامې وړاندې کړې تر څو د خلکو حمایت او ملاتر لاسته راوړي.


په خوست کې یو شمېر ځوانانو او د مدني ټولنې فعالانو د یوې رسنیزې مناظرې له لارې د نوماندانو په منځ کې د سالمې ټاکنیزې مبارزې غوښتنه وکړه، دوی ویل، چې له یوې خوا باید نوماندان او نور ملي او مدني بسټونه د ټاکنو د مشروعیت له پاره خلکو ته په یاد بهیر کې د ګډون بلنه ورکړي، بل لوري ته که چیرې نوماندان په خپلو کې د یو بل پروړاندې د توهین امیزو څرګندونو او سپکو سپورو پر ځای خپلې برنامې خلکو ته په ډاګه کړي نو د ولسونو ستر باور او رایه به ترلاسه کړي.

((ځوانان او ټاکنې)) تر سرلیک لاندې د مناظرو او خبرو اترو برنامې چې له یوې مودې راپدېخوا په خوست کې د سولې او جګړې د راپور ورکولو انسټیټیوټ له خوا ترسره کیږي، په خپلې وروستنۍ مناظره کې، چې د هېوادپال ځواک په ټولنیز بنسټ کې د لسګونو ځوانانو، محصلانو او زده کوونکیو په ګډون ترسره شوه، په ټاکنیزو مبارزاتو کې د نوماندانو د چلند او رفتار د اصولو په باب په کې بحث او خبرې اترې وشوې او ګډونوالو د راتلونکیو ټولټاکنو په اړه خپلې پوښتنې، غوښتنې او اندېښتنې په ډاګه کړې.

د چارو کتونکي او د مدني ټولنې فعال عزیزالله ځلاند وویل، چې ملي او مدني بنسټونو ته بایده دي، چې د ټاکنو د مشروعیت له پاره په یاد بهیر کې د خلکو د پراخه ګډون له پاره هڅې وکړي او همدارنګه نوماندان دې په ټاکنیزو مبارزو کې د نورو د توهین او تخریب څخه ډډه وکړي:

((که چیرې د خلکو رایه په خپلو جیبونو او یا کورونو کې پاتې کیږي، نو په ټولیزه توګه به خدای مکړه د ټاکنو پروسه مشروع نه وي، البته هر کاندید به د خپل ځان په رابطه یا د چا خبره خپلې درنې به وايي، ولې د بل سپکې به هېڅ یادوي نه، ځکه ټول کاندیدان که ریاست جمهوري یا شورا ولایتي ته ولاړ دي، افغانان دي، مسلمانان دي او وطندوسته خلک دي.))

د ښځو د مدني بنسټونو او نهادونو په استازیتوب محبوبه سعادت وايي، چې ټاکنې سالمه پروسه ده، او ټاکنیزې مبارزې هم باید په سالمه توګه ترسره شي.
نوموړې وايي، هغه نوماند دې د بریالیتوب هیله ولري چې د بل د غندولو پر ځای دقانون لاره ونیسي:

((هر وګړی کولای شي، چې ځان کاندید کړي هم ښځینه او هم نارینه، دا د دوی له پاره لازمه نه ده، چې یو بل تخریب کړي او بل دا یو سالم رقابت دی، نو هر څوک يې باید په سالمه فضاء کې ترسره کړي نه دا چې د بل کوم کاندید حیثیت ته ضرر ورسوي او د دوی په مقابل کې تخریب وکړي.زه داسې فکر کوم چې دوی باید د خپلو قوانینو، مقرراتو او اصولو سره سم چلند وکړي، دوی په دا لاره کې کامیابي هم ترلاسه کولای شي، ځکه هر هغه څوک چې ځان اصلاح کړي او هر هغه څوک چې قانوني لاره ونیسي، حتماً هغه خلک هم خوښوي او کولای شي په راتلونکې کې د هغه نه سمه توقوع هم ولري.))

د خوست د ولایت مقام ویاند او مطبوعاتي مسوول مبارز محمد ځدراڼ په یاده مناظره کې په خپلو خبرو کې د رڼو ټولټاکنو له پاره د سیمه ییزې ادارې یو شمېر پریکړو او اقداماتو ته اشاره وکړه او ویې ویل، هر څوک چې په دې بهیر کې د دولتي امکاناتو نه د ځان او یا بل نوماند په ګټه کار واخلي، د ادارې د چارواکیو د قانوني چلند سره به مخامخ شي:

((یوه پریکړه دا شوې ده، چې په مرکز او ولسوالیو کې ټول ملکي او نظامي ارګانونه د هغې منسوبین، سرتیري او مامورین باید په هېڅ صورت سره د دولتي امکاناتو څخه او د دولتي وسایلو څخه د چا په ګټه یا د ځان په ګټه اسفاده ونه کړي، په دویم قدم کې په هېڅ صورت سره د رایو په ورځ باندې د چا په طرفدارۍ د دې زمینه مساعده نه کړي، چې خدای ناخواسته د اصلي رایو پر ځای باندې لکه چې وروڼو اشاره وکړه، په جعلي ډول سره رایې استعمال شي او صندوقونه ډک شي.په همدې ډول هر دولتي مامور که په لوړه کچه وي او که په منځنۍ کچه دی یا په ټیټه کچه دی، چې د کوم مشخص کاندید په طرفدارۍ باندې تورن شو، په ده باندې اسناد او شواهد راجمع شول، نو دی به له یوې خوا خپله دنده له لاسه ورکوي او له بل طرفه به عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل کیږي))

ښاغلي ځدراڼ په خوست کې د ټاکنو د کمیسیون له مسوولینو هم وغوښتل، چې د ټاکنو په ټولو بهیرونو کې د کوم مشخص نوماند په ګټه د فعالیتونو ډډه وکړي، کنه نو د ټاکنو د مخکنیو مسوولینو په شان به عدلي او قضايي ادارو ته وروپېژندل شي.

بلخوا د غرغښت خصوصي ټلویزیون مشر الحاج سخي سرور میاخېل په خپلو خبرو کې په ټوله مانا په شفاف ډول د راتلونکو ټولټاکنو د ترسره کیدو هیله بې ځایه وبلله، خو د ټولو سیاسي، مدني او ملي بنسټونو يې وغوښتل، چې د رڼو ټولټاکنو د ترسره کیدو له پاره خپل امکانات په کار واچوي:

((که په دې شکل سره ووایو، چې پیسې به نه وي، واسطه به نه وي او په دې کې به کاملاً شفافیت وي، زه فکر نه کوم، ځکه زموږ ټولنه، زموږ د ټولنې ترکیب او زموږ د ټولنې مشخصات په دې لېول باندې نه دي، چې څوک دې نه درغلي وکړي او نه دې مثلاً پیسې وکاروي او نه دې واسطه وکاروي، نو دغه د امنیتي ارګانونو، رسنیو او مدني ټولنو دنده ده، چې د خلکو ذهنونه په دې باره کې دومره تنویر او روښانه کړي، چې په دې باندې هر څوک پوۍ شي که چېرته زه خپل وټ د پیسو قرباني کړم، په اینده کې نه یوازې دې ټولنې ته یې ضرر رسیږي، نو دا چې زه د ټولنې غړی یم ما ته يې هم ضرر رسیدای شي.))

د یادونې وړ ده په افغانستان کې د راتلونکیو ټولټاکنو له پاره د ولسمشری د نوماندانو تر منځ ټاکنیزې مبارزې د روان لمریز کال د دلوې میاشتې په ۱۳مه نیټه د دوو میاشتو له پاره پیل شوي دي، په ټاکنیزو کمپاینونو کې کاندیدان خلکو ته خپل پروګرامونه د رسنیو، غونډو او نورو تبلیغاتي وسایلو په مرسته بیانوي.