شمالي وزیرستان: د پاکستاني پوځ له بمبارۍ راهسې تعلیمي ادارې بندې دي

د میر علي یتیمان

بنو: د شمالي وزېرستان په مېرعلي کې سرکاري او غیرسرکاري تعلیمي ادارې بندې دي چې له کبله یې د سیمې د زده کوونکو وخت ضایع کېږي. په سیمه کې د مشال راډیو خبریال د دې ستونزې په اړه هم له اغېزمن شوو زده کوونکو او هم له چارواکو سره خبرې کړې دي.

منظوراحمد نومي یو زده کوونکي مشال راډیو ته وویل چې په میرعلي کې د پاکستاني پوځ له بمباریو راهسې د دوی د زدکړو لړۍ ولاړه ده.

یو بل زده کوونکي اسرار خان وویل چې دوی ډېر ځپل شوي دي او نور په خپله سیمه کې امن او د زدکړو سلسله روانه غواړي.

د قبایلي سیمو د تعلیمي څانګې مشر محمد اسلم په دې اړه د مشال راډیو د پوښتنې په ځواب کې وویل چې حکومت په رسمي توګه تعلیمي ادارې نه دي بندې کړي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د میرعلي د بندو تعلیمي ادارو په اړه رپوټ دلته واوری