بلوچستان: له شاهرګه اته کانکیندونکي وتښتول شول

د بلوچستان له شاهرګ سیمې څخه نامالومه وسله والو د سکرو کاڼو (کويلې) د کان اته کانکيندونکي تښتوولي دي. د سیمې لیویز وايي نامالومه کسانو د سېشنبې او چارشنبې په منځنۍ شپه د کويلې له يوه شخصي کان څخه اته کانکيندونکي مزدوران تښتوولي دي.


د کویلې د همدغه کان منشي عبدل محمد مشال راډيو ته وویل ؛ د دوی اته کانکيندونکي چې له دوی سره یې کار کولو، د خیبر پښتونخوا اوسېدونکي دي. تراوسه د هغوی د تښتوولو پړه هېڅ یوې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.