شمالي وزیرستان کې د مبینه قتل عام خلاف په ډېره اسماعیل خان کې لاریون
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د شمالي وزیرستان په میرلي کې د تېر زیارت پر ورځ په نوولسم ډیسېمبر د پاکستاني پوځ د علمیاتو پر ضد د خېبر پښتونخوا په ډېره اسماعېل خان کې زدکوونکو د اتوار/ یکشنبې پر ورځ لاریون راویوست چې په کې د حکومت، پوځ او صوبايي ګورنر خلاف سختې نارې ووهل شوې.
زده کوونکو غوښتنه وکړه چې د وزیرستان د پېښې پلټنې دې وشي.
په وزیرستان کې د پاکستاني پوځ په عملیاتو کې تر ۴۴ زیات ولسي وګړي ووژل شول خو پوځ وايي چې دوی وسله وال وژلي دي.