هند د افغان ځواکونو یوه ډله روزي

د هند د پوځ یو مقام نن د شنبې پر ورځ وویل، د افغان پوخ د ځانګړو ځواکونو یوې شپېته کسیزې ډلې د روانې میاشتې په لومړیو کې د هندي ځواکونو له یوې لوا سره د راجستان په جوړپور Jodhpur کې د دوی لوی مرکز پکې دی، ګډ تمرینات پیل کړي.


هندي پوځیان وايي چې د روزنې د دې پروګرام هدف د ترهګرۍ او ورانکارو پر ضد پر عملیاتو تمرکز دی. د دې عملیاتو لپاره کلیوالې سیمې جوړې شوي او حقیقي حالت ته ورته فضا ډیزاین شوې ده.

د هند د دفاع وزارت چارواکي وايي، په راجستان کې د روزنې د دې پروګرام مقصد دا دی چې په حقیقي جګړه کې د ملکي تلفاتو شمېر د امکان ترحده راکښته شي.