پاکستان نور پوروړی شو

اسلام اباد کې يو بل د اقتصادي چارو تجزيه کار مبارک زېب مشال راډيو ته وويل چې د دې قرضې روستو به په پاکستان کې نوره ګراني راشي.

د نړيوالې مالياتي ادارې (ای اېم اېف) ايګزيکټيو بورډ د پاکستان لپاره د پور د دويم قسط منظوري ورکړيده، چې ترمخه به يي پاکستان ته ٥٥ کروړه ٤٠ لکه ډالره ترلاسه کېږي.


د پاکستان د خزانې وزارت لخوا خپور شوي يو بيان کې ويل شويدي چې په دې لړ کې د تېر زيارت پر ورځ د امريکا په واشنګټن ښار کې د ای اېم اېف د لوړ پوړو چارواکو غونډه وشوه چې پکې د ای اېم ايف جايزه مشن د پاکستان د اقتصاد د کارکردګۍ د رپورټ جاج واخیستو او له تسلۍ وروستو يې د پاکستان لپاره د پور منظوري ورکړه.

په پاکستان کې د معاشي چارو تجزيه کاران د پاکستان د اقتصادي صورتحال په رڼا کې دې قرضې ته په کوم نظر ګوري ؟ کله چې مشال راډيو د معاشي چارو تجزيه کار او مظفراباد پوهنتون کې د اقتصادو استاز ډاکټرمعراج الحق څخه وپوښتل نو هغه وويل دا د پاکستان د معشيت لپاره ډير ښه ګام دى خو چې دا په سمه توګه وکارول شي.

نوموړي وويل: "له موږ سره بهرنۍ زېرمه (فارن ريزر) ډېره کمه شوېده او دغه شان د پیسو اړولو بییه (ايکسچنج ريټ) هم تر فشار لاندې ده او همداراز به نور هم د روپۍ قدر کميږي.
چونکې اوس معیشيت کې او په خاص توګه صنعتي څانګې او نورې چې څومره هم اقتصادي هلې ځلې دي په هغې کې د بجلۍ بغېر کار نه کيږي. نو د بجلۍ کوم ضرورت چې دى د هغې پوره کولو لپاره په اوس وخت کې دا فيصله ډېره ښه او ضروري ده.

خو دا ده چې له دې موږ ګټه پورته کړو او دا قرضه په سمه توګه وکاروو چې ورسره زموږ پيداوار زيات شي او صنعتونه روان شي او دا رنګ د کرکروندې پيداوار هم سيوا شي نو هله به دا د د دې ملک په ګټه کې وي"

بله خوا اسلام اباد کې يو بل د اقتصادي چارو تجزيه کار مبارک زېب مشال راډيو ته وويل چې له دې قرضې وروستو به په پاکستان کې نوره ګراني راشي.

د ده په وينا: "د ای اېم اېف سره چې څه هم لوظنامه يا معاهده کيږي د هغې اثرات چې کوم دي هغه ښه نه وي بلکې د هغې ډير زيات نقصان وي اؤ هغه په عام ولس اؤ د ملک په اقتصاد ډير زيات بد اغيز غورځيږي. په ملک کې د بجلۍ او ګيس نرخونه سيوا شي او دا شان نوره ګراني هم راشي او د دې سره په ملک کې افراط زر هم سيوا کيږي. نو دغه څيزونه دي چې په صنعتونو او عام ولس ډير بد اثر غورځوي"

د ذکر وړ ده چې د روان کال د جولاي په مياشت کې ای اېم اېف د پاکستان لپاره د ٦ اربه ٦٠ کروړه ډالره د قرض منظوري ورکړې وه چې ترمخه ي تيره مياشت ٥٤ کروړه ډالره لمړې قسط پاکستان ته ترلاسه شوې وو اؤ د پاکستان د خزانې وزارت د چارواکو په وينا چې دا دويم قسط به هم ډير ژر پاکستان ته ادا کړل شي.

دا دې هم ياده وي چې پاکستان به ای اېم اېف ته د زړې قرضې د واپسۍ په لړ کې روانه مياشت ٣١ کروړه ٤٢ لکه ډالره بيرته ورکوي چې پکې دې روستيو کې پاکستان ٥ کروړه ٧٢ ډالره ورکړې هم دي.

سراج ظهير – مشال راډيو – اسلام اباد