کوټه: بلوڅ شهيدانو ياد ولمانځل شو

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په کوټه کې د چارشنبې په ماځيګر د بلوڅ شهدا کمېټۍ تر سیوري لاندې يو شمېر نارينه و او ښځينه و د کوټې پريس کلب مخې ته د خپلو شهيدانو په ياد کې لاريون وکړ، او د خپلو کورنيو د وژل شويو کسانو په ياد کې يې ډیوې بلې کړې. احتجاجیانو د بلوڅ بېلتونپالو مشرانو په حق کې شعارونه هم ورکړل. د مشال خبریال خدای نور ناصر يې ويډيو کښلې ده.