د پاکستان کوچني اټومي بمونه د اندېښنې وړ دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پاکستان او امريکا اړيکې له ډېرې مودې راهيسې په پرله پسې توګه لوړې ژورې ويني. يوازي ترهګري او ډرون بريدونه نه بلکې د پاکستان د جوهري وسلو خونديتوب له هغو ستونزه څخه يوه ده چې د دواړو هيوادونو اړيکي يې له ګواښ سره مخامخ کړي دي. هم دې ته په کتو سره د مشال راډيو خبریال د پاکستان د فزکس له يوه وتلي استاد چې نړيواله پيژندګلو لري، ډاکټر پرويز هود بايي سره ځانګړې مرکه کړې ده. نوموړی د ملګرو ملتونو د مشر د بې وسلې کولو د معاملو سلاکار هم دی. د دې ترڅنګ د اسلام آباد په قایداعظم پوهنتون او د لاهور په ايف سي کالج کې د فزکس استاد دی.