پېښور چاودنې: یوه ښځه وايي، امن چېرې دی؟ که حکومت امن نه شي راوستای استعفا دې ورکړي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په قصه خوانۍ بازار کې په دوو چاودنو کې له ۳۰ زیات کسان وژل شوي او له ۸۰ زیات ژوبل دي. په دې ویډیو کې د لېډي ریډنګ روغتون شا و خوا خلک لیدل کېږي چې چغې وهې او ژاړي. دوی په تابوتونو کې د خپلو خپلوانو مړي وړي او ژوبل کسان روغتون ته رسوي. یوې ښځې له مشال راډیو سره د خبرو پر وخت وویل، امن چېرې دی؟ که حکومت امن نه شي راوستای استعفا دې ورکړي. نور د شبیر احمد جان په دې ویډیو کې وګورئ. نوټ: دا ویډیو د کمزورو اعصابو خاوندانو او ماشومانو له پاره نه ده