پېښور : د بریدونو ښکار کلیسا بیرته پرانستل شوه

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پېښور کوهاټي ګېټ کې د عیسایانو کلیسا له ځانمرګو بمي بریدونو پس پر درېیمه ورځ تر سخت امنيتي څار لاندې بیرته پرانستل شوه، خو د ګېر چاپیره کاروباری مرکزونه او دوکانونه لا پر درېیمه ورځ هم تړلي پاته دي. له کلیسا سره په ګاونډ کې مېشته عیسايي ټولنه په ویر کې ده او هغه کسان چې خپل خپلوان یې په ځانمرګو بریدونو کی وژل شوي دي، د خپلو قربانیانو تصویرونو په لاس ځان ته دلاسه ورکوي- د کوهاټي په کلیسا کې عیسايي ټولنې یو علامتي احتجاج هم ریکارډ کړ او له حکومته یې د حفاظت غوښتنه وکړه. په پېښور کې د مشال خبریال غلام غوث یې ویډيو کښلې