نن د ولسمشر زرداری د صدارت پينځه کاله پوره کيږي

نن د پاکستان د ولسمشر اصف علی زرداری د صدارت پينځه کاله پوره کيږي، زرداري به خپله څوکې نوي منتخب شوي ولسمشر ممنون حسين ته سپاري. دا د پاکستان په تاريخ کې لومړی ځل دی چې يو سياسي ولسمشر خپله ائيني موده پوره کوي. د ولسمشر وياند فرحت الله بابر رسنيو ته ويلي چې د ښاغلی زرداری په اعزاز کې د ګارډ اف انر وروسته به نوموړي لاهور ته ځي.