د کرمې کډوال وایي، لا هم بې کوره دي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
په کورمه ایجنسۍ کې د فرقه یزه ډلو ترمینځ د نښتو له کبله بې کوره شوي کډوال وایي، چې مری امن لوظنامه د عملي کیدو دوه کاله تېریدو پس هم د دوی واپسي ونه شوله.
په ۲۰۰۸ کال کې شیعه سني مشرانو ترمینځ ترسره شوې په مري لوظنامې کې بنیادي شقونه، د کورمې تګ را تګ لارې پرانستل او د جنګونو په وجه د خلکو بیا اباد کاري وه خو متاثرین وایي، چې دوی اوس هم د کډوالۍ ژوند په تېرولو مجبوره دي.
دوی وایي، چې د دوی کورونه ړنګ پراته دي او د جوړ ولو وس یې نه لري.
د مشال راډیو خبریال طارق اورکزی مروخيل سیمې ته وراغلی او هلته یې د کډوالو سره خبرې کړي دي.