پاکستان، طالبان او افغان دلدل

په دې کې څه شک نشته چې پاکستان او د پاکستان استخباراتي اداره - آی ایس آی - د بل هر هیواد یا استخباراتي ادارې په پرتله پر طالبانو ډېر اثر لري.

دې ډیپلومیټیسټ (The Diplomatist) مجلې د پاکستان او طالبانو په اړیکو او په افغانستان کې د روانې جګړې په موضوع د بروس ريډل لیکلې یوه مقاله خپره کړې ده.


په مقاله کې راغلي په داسې حال کې چې د راروان کال په پای کې د امریکه او ناټو ځواکونه له افغانستانه وځي ـــــــ د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې د نورو ټولو وختونو په مقابله کې ډیرې مهمې ګرځېدلې دي.

په دې اړیکو پوهیدل اسان نه دي. په دې کې څه شک نشته چې پاکستان او د پاکستان استخباراتي اداره ـــ آی ایس آی ــــــ د بل هر هیواد یا استخباراتي ادارې په پرتله پر طالبانو ډېر اثر لري.

په دې کې څه شک نشته چې پاکستان او د پاکستان استخباراتي اداره ـــ آی ایس آی ــــــ د بل هر هیواد یا استخباراتي ادارې په پرتله پر طالبانو ډېر اثر لري.
پاکستان د طالبانو مشرانو ته پناه ورکړې ده، په پوځي او سفارتي چارو ورته مشورې ورکوي، او د مالي پانګو په راټولولو کې ورسره مرسته کوي. خو بیا هم پر طالبانو یې اغېز بشپړ نه دی او دا لا څرګنده نه ده چې ـــــــ آیا پاکستان په افغانستان کې د سیاسي جوړجاړي لپاره طالبان اماده کولی شي که نه؟

په روان اوړي یا دوبي کې ــ د قطر حکومت په دوحه کې طالبانو ته د فتر پرانستلو اجازت ورکړ. پر ځای د دې چې طالبان د یو سیاسي اړخ یا د تره ګرو د یو ټولګي په توګه وړاندې شوي وای ـــــ بلکې هغوی د یو ریاست د استازو په توګه وړاندې کړل شول. ولسمشر کرزي او د هغه حکومت لپاره د فتر پرانستل او په دفتر د طالبانو د جنډې خيژول د منلو وړ نه وو.

کرزي له واشنګټن سره له ۲۰۱۴ م کال وروستو په اوږد مهاله امنیتي تړون خبرې ودرولې ــــــ او دا شرط يې کیښود چې خبرې به تر هغه نه پیلوي تر څو چې طالبان د هغه له حکومت سره نیغ په نیغه خبرو اترو ته تیار نه شي. کابل په دې هم خواشینی شو ـــــ چې امریکه ـــــــ له دې غوښتنې پر شا شوه چې ــــ طالبان دې له القاعده سره اړیکې پرې کړي.

د دوحې د خبرو اترو د عمل له ناکامه کیدو وروستو د هغه وخت د افغانستان د استخباراتو مشر ــــــ امرالله صالح دا خبره په ګوته کړه چې ــــ د طالبانو مشران د دوحې نه نیغ خپل کور کراچۍ ته لاړل ــــ چې هلته ورته د خپلو کورنیو د غړو او بادارانو سره لیدل کتل اسان وو. طالبان خپلواکه نه دي.

آیا پاکستان په افغانستان کې د سیاسي جوړجاړي لپاره طالبان اماده کولای شي که نه؟

بروس ریډل لیکي ـــــــ که چرې طالبان د پاکستان په مرسته د افغان لانجې د هواري لپاره کومه لوظنامه و نه مني نو په رښتیا پاکستان د ملا عمر او د هغه د کماندانانو لپاره ژوند ډیر ستونزمن کولی شي ــ که چرې پاکستان د طالبانو پناه ځایونه وتړي نو طالبانو باندې د پاکستان د خبرې منلو لپاره ډیر فشار اچول کیدای شي. خو د دغه ټولو خبرو کیدل ډیر امکان نه لري. ولې چې پاکستاني جرنیلانو ته معلومه ده چې امریکه او ناټو له ۲۰۱۴ م کال وروستو له افغانستانه وځي ــــ