له افغانستانه ناتایید شوي راپورونه وايي، چې ولسمشر حامد کرزي لوی څارنوال محمد اسحق الکو له دندې ګوښه کړی دی.
ریوټرز اژانس د یوې سرچینې په حواله چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، ویلي چې نوموړي په دوبۍ کې له طالبانو سره د خبرو لپاره د پټو تماسونو له امله ګوښه شوی دی.
د افغانستان د جمهوري ریاست چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
بلخوا د لویې څارنوالۍ ویاند عبدالبصیر عزیزي په یوه تلیفوني تماس کې مشال راډیو ته دا راپورونه رد کړل.