د کوټې هره شپه په اتڼو تېرېږي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په عامو ورځو کې کله کله خو د روژې په مياشت کې د کوټې هره شپه له ډولونو، سرناوو او اتڼونو سره تېرېږي. د کوټې په هره څلور لاره ځوانان هره شپه لیدل کېږي، چې ډولونو ته څڼې خوځوي او اتڼونه کوي. په دې اتڼو کې سیمه ايزې غاړې او سندرې هم ویل کېږي. که څه هم په عامو شپو کې هم د کوټې په واټونو او څلورلارو کې اتڼونه کېږي، خو د روژې په مياشت کې هر شپه له تراوو وروسته تر پېشلمي پورې ځوانان د ډول او اتڼ تر څنګ وي. په کوټه کې زموږ خبریال خدای نور ناصر يې ويډيو جوړه کړې