د مصر پوځ په هيواد کې د پرامنه مظاهرو کولو اجازه ورکړې خو خبرداری يې هم ورکړی چې د قامي سلامتيا پر وړاندې هېڅ ګواښ نه شي زغملای او مخه به یې نيسي.
دا بيان تر هغه مخکې خپور شوی چې اسلامپالو ډلو د ټولنیزو رابطو پر وېبپاڼې فيسبوک کې په خپل يو بيان کې ويلي دي چې د پوځ لخوا د ولسمشر محمد مرسي د لرې کولو پرضد به د جمعې په ورځ مظاهرې کوي.
د جمعې د ورځې مظاهرو ته يې د ردولو نوم ورکړل شوی. د پوځ تر بيان وړاندې د اخوان المسلمين مشران نيول شوي دي، چې د مرسي ملاتړ يې کولو.
اخوان المسلمين د مصر د لومړي جمهوري ولسمشر پرضد پوځې کودیتا غندلې ده.
د اخوان المسلمين ویاند جهاد ال حاداد تيره ورځ په قاهره کې خبريانو ته ويل:
”اخوان المسلمين به په دې خبره زور راوړي چې د دوی ګوند د ملي جورښت يوه مهمه برخه ده، او په تيرو کلونو او ليسزو کې د هيواد د ائين او قانون لپاره يې هلې ځلې کړي. موږ به د ولسمشر، د ائين، قانون او د رياست پرضد د پوځي کودیتا پرضد خپل اواز پورته کوو. “
امريکا چې مصر ته هر کال يو نيم بیلیون ډالر پوځي او ولسي مرسته ورکوي، غږ کړی چې باید په هيواد کې زر او ذمه داره حکومت راستون شي او چارواکي دې د خلکو له نيولو ډډه وکړي.
د مصر د بهرنو چارو وزير محمد کمال امر وايي چې خپل امريکايي سيال جان کيري ته يې پر ټيليفون ويلي چې د مرسي لرې کول د پوځي کودیتا په مانا نه ده.
جان کېري په خپلو خبرو کې د بشري حقونو خبره هم کړې، د دې په ځواب کې د مصر د بهرنو چارو وزير ډاډګيرنه ورکړې چې د مرسي او د هغه د پلويانو پرضد به انتقامي کاروايي نه کېږي.
د مصر اییني عدالت مشر عدلي منصور د هیواد د لنډ مهاله ولسمشر په توګه دنده سمباله کړې، او پوځ د نويو انتخاباتو لپاره د يوې تګلارې ملاتړ کړی دی.