مصر: د اخوان المسلمین دفتر وسوځول شو

رايټرز خبري اژانس ليکي، د ګل په ورځ د مصر ميليونونه خلکو د دې هېواد د ولسمشر محمد مرسي پر ضد احتجاجي مظاهرې وکړې او ورڅخه ځينې شر خوښو د واکمن اخوان المسلمين ګوند دفتر وسوځاوه.


د مصري حکومت خلاف دا مظاهرې په داسې حال کې رامينځ ته شوي چې د محمد مرسي د ولسمشرۍ يو کال پوره کيږي.

د اژانس په راپور کې ويل شوي، د مصر دغه نوې مظاهرې، چې شاه وخوا نيم ميليون خلک د قاهرې په تحرير څلورلاري او هم دومره شمېر نور په دوهم غټ ښار اسکندريه کې راټول شوي ول، د عربي پاڅون په نوم له مظاهرو وروسته، چې په نتيجه کې يې د مصر پخوانی ولسمشر حسني مبارک په ۲۰۱۱ م کال کې له واکه لرې کړل شو، تر ټولو غټې مظاهرې وې.

اژانس زياتوي، ولسمشر مرسي، چې په يوه عربي هېواد کې شوي خپلواکه انتخابات يې ګټلي، پر ضد يې د وروستيو احتجاجي مظاهرو پر مهال تر ډېره غلی پاتې شوی دی. اژانس د نوموړي د يوه وياند په حواله ليکلي چې مرسي منلې چې ځينې تېروتنې ترې شوي او دا چې هغه د حالاتو سمولو په هڅه کې دی.

د مرسي دغې وياند، چې نوم يې نه دی ورکړل شوی، ويلي چې نوموړی د واک پرېښودو هيڅ اراده نه لري.

محمد مرسي خپل سياسي مخالفين د غير واضح مطالباتو مخې ته راوړلو له پاره ګرم ګرځولي دي او د ملکي حالاتو رغولو له پاره يې درې وړانديزونه کړي دي.

اول دا چې پارليماني انتخابات وکړل شي، دوهم دا چې په ملي کچ يو بحث وشي او دريم دا چې د وخت نه مخکې ولسمشريزه ټاکنې تر سره شي.

مرسي په عين وخت کې خبرداری ورکړی چې که مخالفين د ولسمشريزه انتخاباتو پر کولو راضي کيږي نو په ترځ کې به يې، د نوموړي په خبره، د هېواد نوی جمهوريت له ستر ګواښ سره مخامخ شي.
د مرسي سياسي مخالفين ادعا کوي چې نوموړی په مصر کې د اسلامي قوانينو په راوړلو سره غواړي د دغه هېواد روشن فکره او سيکولر طبقه يوې خوا ته کړي.

پر مرسي دغه راز د هېواد د اقتصادي وضيعت خرابولو له امله هم اعتراض کيږي.

د اژنس په راپور کې په قطر کې د مېشت يوه ديني عالم شيخ يوسف قراداوي خبره راخيستل شوې چې په کې نوموړي د مصر له خلکو غوښتي چې مرسي ته لږ نور وخت ورکړي.

امريکا او اروپايي ټولنې په عين وخت کې مرسي ته له اپوزيشن ګوندونو سره د حکومتي واک شريکولو وړانديز کړی دی او ويلي دي چې د مصر د خلکو ملي يووالی به وکولای شي د دې هېواد اقتصادي ستونزې هوارې او جمهوري ادارې يې مضبوطې کړي.