صوابۍ کې پر پولیسو برید، درې ژوبل

فایل فوټو


د خالي په ورځ د خیبر پښتونخوا په صوابۍ ضلع کې پر ځايي پولیسو بمي برید ترسره شوی چې په ترڅ کې یې درې کسان ژوبل شوي دي.

د صوابۍ د ( پرمولو ) دتاڼې یو پولیس افسر شاهد علي مشال راډیو ته وویل چې په دې پېښه کې د صوابۍ د تاڼې د پولیسو مشر ( ایس ایچ او) اظهارخان، دهغه د ګاډي چلونکی او یوه میرمن ژوبل شوي دي.

نوموړی وايي حمله په ( شوې) سیمه کې ترسره شوېده، برید کونکي معلوم نه دی، خو د لټون هڅه یې روانه ده.

له اوږدې مودې راهیسې په خیبر پښتونخوا کې پر پولیسو بمي بریدونه ترسره کیږي، چې اکثره وخت یې پړه وسله وال طالبان په غاړه اخلي.