ځانګړی امریکايي استازی اسلام آباد ته ولاړ

افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی جېمز ډوبينز



د پاکستان سرکاري ټيليويژن خبر ورکوي چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی جېمز ډوبينز له کابله اسلام آباد ته رسېدلی دی.


د پي ټي وي د وینا تر مخه ډوبينز به د پاکستان د نوی منتخب شوي وزير اعظم نواز شريف سره ويني، او د دې تر څنګ د دغه هيواد پوځي مشر تابه سره به هم د افغانستان په اړه خبرې کوي.

ډوبينز تر اسلام آباد مخکې په کابل کې افغان چارواکو سره تېره ورځ ملاقاتونه کړي ول.

پرون(د دوشنبې پر ورځ) کابل کي يوې خبري غونډې ته د وينا پرمهال هغه وویل، چي تر دا مهاله هغه نه دی خبر چې وسله وال طالبان د سولې خبرو ته رضا دي او که نه، او دا چې په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانیستو د بڼې او څرنګوالي له وجې واشنګټن په غوسه شوی و.

د ده په وینا په قطر کې د طالبانو پر دفتر د اسلامي امارت نوم، سېمبولونه او نښې له هغه توافق سره سم نه وو، چې مخکې یې ژمنه شوې وه.



امریکا د سولې خبرو ته هېله منه ده.


په داسې حال کې چې؛ د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړې استازي جیمز ډابینز پرون په کابل کې له ولسمشر حامد کرزي سره کتلي، امریکايي چارواکو هیلمندې ښودلې ده چې؛ د طالبانو سره به د سولې خبرې پیل شي.

د امریکا متحده ایالات وايي، لا هم هیلمن دی، چې د طالبانو سره به د سولې خبرو ته ورسیږي او افغان چارواکي به هم د سولې خبرو ته حاضر شي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یو ویاند پرون پر دوشنبه دا خبره په واشنګټن کې وکړه.

د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې پاتریک وینتریل خبریالانو ته وویل، چې د خبرو اترو لپاره د هیلمندۍ نښې شته دی.

وینټریل زیاته کړه:


"
هڅه کوو چې؛ دا خبرې اترې بیرته لارې ته برابرې شي."

د راپور له مخې تر اوسه پورې د خبرو اترو دقیقه نیټه نه ده ټاکل شوې.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند په وینا، تر اوسه پورې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي جیمز ډابینز د طالب استازو سره نه دي کتلي.

جیمز ډابینز پرون په کابل کې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره وکتل او وروسته یې خبریالانو ته وویل چې لیدنه یې "ډیره مثبته" وه، خو د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي ویلي، واشنګټن په دوحه د طالبانو د دفتر د پرانیستلو په څرنګوالي غوسه شوی.

د نوموړې په وینا د اسلامي امارت نوم، سمبولونه او نښې په هغه توافق برابرنه وو، چې مخکې یې ژمنه شوې وه.

تر دې مخکې ولسمشر حامد کرزي په قطر کې د طالبانو پر دفتر د طالبانو د امارت د نوم او بیرغ په پورته کولو سخت اعتراض کړی و او ویلي یې وو چې حکومت یې د قطر په خبرو اترو کې برخه نه اخلي.

د راپور له مخې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي ویلي دي چې د افغان حکومت عکس العمل په بشپړه توګه د پیش بینۍ او توجیه وړ و.

ډابینز ویلي دي چې ددې کړنو پر خلاف یې اعتراض کړی او د قطر له حکومت یې وغوښتل چې په دې برخه کې باید سموونکي اقدامات وشي چې هم هغسې وشول.

د افغانستان حکومت وايي د سولې بهیر ته ژمن دي خو ټینګار یې دادی چې په قطر کې د طالبانو له دفتر څخه باید یوازې د افغانستان د حکومت له مزاکره چیانو سره مستقیمې خبرې وشې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري وايي، وروسته له هغې چې طالبانو په دوحه کې خپل دفتر پرانیست واشینګټن د افغان ولسمشر حامد کرزي سره له نژدې کار کوي.

جان کري په نوي ډیلي کې خبریالانو ته وویل چې ددې کار کول ضرور او مناسب دي:

"
موږ له ولسمشر حامد کرزي سره له نژدې کار کوو، ځکه دا په بشپړه توګه ضروري او مناسب دي.

موږ د افغانستان په اړه خبرې اترې کوو او نوموړی د افغانستان ولسمشر دی. نو له دې کبله دا د افغانانو په مشرۍ یوه پروسه ده.

دا یو داسې پروسه ده چې یوازې د مشخصو شرایطو لاندې خبرې اترې کوي، دا چې تر اوسه دا شرایط نه دي عملي شوې له همدې کبله تر اوسه خبرې اترې هم نه دې شوې."

کري پرون له هندي مشرانو سره هم خبرې وکړې څو د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه د هغوی اندېښنو ته ځواب ووايي.

په عین حال کې په قطر کې د طالبانو د دفتر یو غړي ویلي دي چې دوی د خپل دفتر د نوم او پر دفتر د بیرغ په اړه خپل دریځ بدل کړی نه دی.

سهیل شاهین د اسوشیتید پریس خبري اژانس هغه راپور رد کړی چې د یکشنبې په ورځ یې د نوموړې له خولې ویلي و طالبانو د قطر پر دفترد دوی د بیرغ له ټیټولو سره سلا ښودلې ده.