امریکا کې انټرنېټي و ټېلیفوني څارنه، د چا او څنګه؟


تيره اونۍ رپورټونه د امريکا د څارلو پټ پروګرام په ډاګه کړی چې له مخې يې په اربونو کورني او بهرني ټيلي فونونو او انټرنيټ ريکارډ راجمع شوی، ساتل شوی او بيا څيړل شوی دی.


دا مالومات يوه نهه ويشت کلن ځوان ايډورډ سناوډن چې، د امريکا د ملي امينت له ادارې او سی آی ای سره يې کار کولی ميډيا ته ورکړي وو.

امريکا وايې په لويه پيمانه د مالوماتو راغونډول د ترهګری ضد جګړه کې مهم رول لوبوي خو د حقونو ډلي بيا دا په شهري آزاديو کې دخل اندازي بولي.

د رپورټونو له مخي د څارلو پټ پروګرام له مخي چې د انټرنيټ ډيټا يا مالومات راغوڼد کړل شوي دي د هغه نوم پريزم دی خو پوښتنه داده چې پريزم وايې څه ته؟

پريزم له دعوې سره سم د ايميل، ويډيو، ويډيويې خبري، تصويرونه او پر اڼټرنيټ کيدونکو خبرو اترو څارنه کوي. امريکايې چارواکو يه وينا پريزم د امريکا د ملي امنيت ادارې نيشنل سکيورټي ایجنسي او نورو ادارو ته د بهرنيو هيوادونو د هغو شهريانو ترمينځ د رابطو درک لګوي چې ورباندي د ترهرګری شک وي.

پريزم د ډيټا را جمع کولو پروګرام دی او په دې لړ کې د څارلو له هغو زورو آلو څه مختلف دی چې د ملي امنيت اداره يې د د بونډلس انفارمنټ نومي پروګرام لاندي استعمالوي.

اوس پوښتنه داده چې بونډلس انفارمنټ څه ته وايې؟ بونډ لس انفارمنټ د خلکو ترمينځ شوې رابطې او لويه ډيټا يا مالومات او نقشې منظموي.

د برتانيې ميډيا ته په ډاګه شوي مالومات وايې، د بونډلس انفارمنټ ماهرينو د مارچ د مياشتي په دير شو ورځو کې يوازي د امريکا له کمپيوټر نيټ ورکس څخه نږدې درې اربه جاسوسي مواد راغونډ کړي وو.دا شان له بهرنيو هيوادونو څخه بيا سل اربه مواد راټول کړی وو.

بونډلس انفارمنټ د مارچ په مياشت کې د ايران څوارلس اربه جاسوسي مواد راغونډ کړي وو . په دوم نمبر پاکستان او په دريم اردن بيا مصر او هندوستان هغه هيوادونو چې زيات جاسوسي مالومات يې ځيني راټول کړي وو.