باړه او تیرا کې بیا انتخابات

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خیبر پولیټیکل چارواکي وايي، نن د شورو ورځ د خیبر ایجنسۍ (این اې) شپږڅلویښتمې حلقې د باړې او تیرا لپاره په ۲۱پولینګ سټیشنونو په جمرود سیمه کې بیا انتخابات ترسره کیږي،او د ووټ اچولو لړۍ پيل شوېده. په دې اړه د مشال راډیو همکار فرهاد شينواري یو ويډیو جوړه کړی دی. د جمرود پولیټیکل انتظامیه وايي چې د انتخاباتو لپاره یې د جمرود بازار تړلی دی او د خیبر درې په لاره به د ناټو سپلايي ګاډي هم نه ځي، خو د عامو خلکو او سورلو له پاره به لاره خلاصه وي.