پاکستان کې انتخاباتي سیالي


د امريکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ په راپور کې د څېړنکارانو له خولې ليکل شوي چې، د پاکستان د راتلونکيو انتخاباتو، چې د دې هېواد په ۶۵ کلن تاريخ کې په اول ځل د حکومتي اقتدار په جمهوري توګه د انتقالولو لپاره تر سره کيږي، اصلي مقابله په کې د نواز شريف او عمران خان تر مينځ ده.


ورځپاڼې د پيپلز ګوند په هکله ليکلي چې زياتره پاکستانيان د دې له تېرې پينځه کلنه حکومتي دورې خوشاله نه دي، چې وايي ملک ته يې د اقتصادي بحران او غربت په څېر ستونزې ورپېښې کړي او و يې نه شو کړای د هېواد د توانايۍ د کمي او امنيت مسالې حل کړي.

د ورځپاڼې په ليکنه، د پاکستان پارليماني انتخابات د مۍ په ۱۱ مه نېټه په داسې حال کې تر سره کيږي چې د دې هېواد پر سياستوالو د اسلامي سخت دريځو بريدونو زور نيولی دی.

د ورځپاڼې په راپور کې راغلي، واشنګټن د پاکستان د راتلونکيو انتخاباتو بهير له نيږدې څاري. يو علت يې دا دی چې پاکستان ته د افغانستان د روغې جوړې په پروسه کې د يو مهم هېواد په توګه کتل کيږي، او بل دا چې له ايران او چين سره هم نيږدې اړيکې لري.

د ورځپاڼې په راپور کې وړاندې راغلي، له دې پرته چې د پاکستان په راتلونکيو انتخاباتو کې کوم ګوند بريا تر لاسه کوي، له يوه څخه هم تمه نه شي لرل کېدای چې له امريکا سره د دې هېواد په اړيکو کې کوم تغير راولي.

ورځپاڼه کاږي، د پاکستان پوځ، په داسې حال کې چې د انتخاباتو په بهير کې خپل پټ نفوذ ته دوام ورکوي، وايي چې د حکومت له چلولو سره دلچسپي نه لري او دا چې د رای اچوونکو امنيت به خوندي ساتي.

د ورځپانې په وينا، پر دې سربېره چې عمران خان له تېرو دوو کالونو راهيسې د پاکستان د وزيراعظم د چوکۍ تر لاسه کولو لپاره هلې ځلې تندې کړې دي، داسې انګيرل کيږي چې دی د پارليمان يوازې له دېرشو تر څلوېښت في صده چوکۍ وګټي.

زياتره څېړنکاران په دې خبره زور راوړي چې عمران خان به د نواز شريف ووټونه راخپل کړي، چې په ترڅ کې به يې د پيپلز ګوند بېرته په اقتدار کې د راتلو چانس زيات شي.
ورځپاڼې د پنجاب صوبې د راولپنډۍ ښار يادونه کړې ده چې وايي، رای اچوونکي يې د پاکستاني انتخاباتو فيصله کوونکي ګڼل کيږي.

د ورځپاڼې په ليکنه، له دې ښار څخه د پاکستاني پارليمان په ۵۶ نمبر انتخاباتي حلقه کې د پيپلز ګوند کمپاين کم رنګه مالوميږي. ورځپاڼه زياتوي، پيپلز ګوند، چې يو سيکولر سياسي ډله ياديږي او مشري يې د آصف علي زرداري او د ده د ‌زوئ بلاول بټو زرداري په لاسو کې ده، داسې ښکاري چې د يو بانفوذه مشر په غير موجودګۍ کې اليکشن ته لاړه شي.

واشنګټن پوسټ په خپل راپور کې ليکلي چې، طالبانو نواز شريف او عمران خان په خپلو بريدونو سره نه دي په نښه کړي. د ورځپاڼې په ليکنه، دا دواړه سياستوال له پاکستاني ياغيانو سره، چې غواړي د حکومت تخته ړنګه او اسلامي شريعت نافذ کړي، د امن د خبرو اترو ملاتړي دي.