د سولې بهیر کې د پاکستان ونډه مهمه ده

افغان ولسمشرحامدکرزي د زیارت پر ورځ د برتانیا او فرانس له مشرانو سره په افغانستان کې د سولې د بهیر او له تره ګري سره د مبارزې پر تړلي مسایلو خبرې وکړې.

د جمهوري ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې کرزي د برتانیا له وزیراعظم ډیویډ دکمېرون او د فرانس له ولسمشر فرانسوا اولاند سره په ټليفون خبرې وکړې. په خبرپاڼه کې راغلي چې د برتانیا وزیراعظم د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان ونډه مهمه وبلله.

د جمهوري ریاست خبرپاڼه زیاتوي، د افغانستان او برتانیا د مشرانو په خبرو کې په دې برخه کې د هڅو پر دوام ټینګار وشو.