د آسکر غوره فلم ”آرګو“ وګرځول شو

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د هاليوډ سترې جایزې دې آسکرز، پنځه اتیامه کلنۍ اکیډمي جایزې د امریکا په لاس اینجلس کې ووېشل شوې. تر ټولو د غوره فلم ایوارډ ”آرګو“ واخیست، چې په ایران کې د امریکايي یرغمالیانو د کړکېچ ډرامې باندې بېن آفلېک ډایرېکټ کړی دی. دا یوه رښتونې کیسه باندې جوړ فلم دی. چې په ۱۹۷۹م کال د ایراني اسلامي انقلاب پر مهال امریکايي سفاراتکارانو له یرغمالیانو ځان په پټه خلاص کړ او بیا یې د کېنېډا سفیر په کور کې پناه اخیستې وه او له هغه ځایه یې د راوتو هڅې ترسره کېږي. تر ټولو د غوره فلمي داکار جایزه ډېنیېل ډې لېویس په لنکن نومې فلم کې د ښه کار کردګۍ په نتیجه کې ترلاسه کړه. دا د هغه درېیم اسکرز جایزه ده چې پرله پسې یې اخلي. د لایف اف پي نومي فلم تایواني ډایرېکټر هم د ښه فلم په جوړولو اسکرز جایزه واخیستله. او جینفر لارنس ته سلور لاینینګ نومې فلم کې د ښه کارکولو له وجې د بهترینې اداکارې ایوارډ ورکړل شو. د بهرنۍ ژبو بهترین فلم جایزه د اسټریا اېمور نومې فلم وګټله. د اې پي ویډيو