جګړو قبایلي پښتانه زښته اغېزمن کړي




په امريکايي فارن پاليسي مجله کې عمر فاروق ليکي، د پاکستان په شمال غربي سيمه کې د طالبانو او القاعده په ضد روانه جګړه کې ځايي ولس ډېر زيات اغېزمن شوی دی. د پوځ لخوا د ولسي وګړو وژنه، ځايي خلکو ته اجتماعي سزا ورکول او په پرلپسې توګه د زرګونو کسانو نيولو د پوځ او حکومت په ضد د خلکو غصه زياته کړې ده. ليکوال د کوټې د تيرې مياشتې د بمي چاودنې ذکر کړی چې تر سل زيات پکې ووژل شول چې زياتره يې شيعه ګان ول. دوی احتجاجا د مړو له ښخولو څخه انکار وکړی.

همدا ډول کار د خېبر اېجنسۍ خلکو وکړی او د هغو ۱۸ وګړو مړي يې د خېبر پښتونخوا د ګورنر هاوس مخې ته کښېښودل چې د پاکستان د امنيتي ځواکونو لخوا وژل شوي ول. د قبايلو لخوا تر دې ګام وروسته پوځ رضامندي وښوده چې د پيښې پلټنې به کوي او د مړو له کورنيو سره به مرسته کوي. خو که چيري دغو قبايلو له پوځ څخه د سيمي د پرېښودو غوښتنه کړې وای نو ټول به يې په راتلونکې کې په سيمه کې د وسله والي پيښې تر رامنځ ته کېدو وروسته د اجتماعي ذمه وارۍ په تور نيولي وای.

ليکوال ليکي، د خېبر اېجنسۍ تر دې پيښې دوې ورځې وروسته د پاکستاني پوځ د هېلي کاپټرو لخوا د شمالي وزيرستان په مير علي کې د دوو ښځو او دوو ماشومانو په ګډون پنځه کسان ووژل شول. د دې پيښې په غبرګون کې ځايي جرګې د درو ورځو د هړتال اعلان وکړی.

ليکوال پر مخ ليکي، د خېبر اېجنسۍ په څېر په نورو قبايلي سيمو کې هم د ۲۰۰۲م کال راهيسي ورته پوځي عمليات تر سترګو شوي دي. دغه پوځيان په لومړي سر کې د پولې هغې غاړي ته د ناټو د عملياتو د ملاتړ لپاره ځای په ځای شول خو د ډېره وخته راهيسي دوی له وسله والو طالبانو سره د پيشو او موږک لوبه پېل کړې ده چې تاوان يې ځايي خلکو ته رسيږي. يو خوا ته که په دې عملياتو کې يو شمېر ولسي وګړي وژل شوي دي نو بلخوا په لکونو خلک په زوره بې کوره شوي دي.

ليکوال د مقالې په پای کې د قبايلي سيمو د خبريالانو د ټولنې د مشر صفدر داوړ په حواله ليکي، د سيمي مشران او ځايي خلک د ۲۰۰۱ کال وړاندي حالت يادونه کوي او وايي چې دوی خبل، کلتور، اتفاق او د امن لښکرونه لرل چې په دغه روانه لويه لوبه کې تر هر برخه وال هيواد زيات موثره ول.