"ټول خلک له یو بل سره برابر او سیالان دي"

د امریکا ولسمشر باراک اوباما





د امریکا ولسمشر باراک اوباما د خپلې دورې د دویم ځل لپاره د دغه هیواد د ولسمشر په توګه د خلکو مخکې لوړه پورته کړه. چې مراسم یې د ګل په ورځ په واشینګټن کې د کېپیټل ودانۍ مخې ته ترسره شول .

تر دې یوه ورځ وړاندې، نوموړي د امریکا د ایین سره سم په سپینه ماڼۍ کې په یو ځانګړې غونډه کې رسمي لوړه پورته کړې وه.

د ولسمشر په توګه د دویمې دورې د پیل په وینا کې هغه وویل:

"هر وخت چې موږ د یو ولسمشر د کار د دورې د پیلیدو لپاره راټولیږو، موږ د خپل اساسي قانون د دوامداره پیاوړتیا شاهدانو اوسو. موږ د ډیموکراسۍ په خپلې وعدې ټینګار کوو. موږ رایادوو، هغه څه چې موږ یې یو ځای کړي یوو، زموږ د پوستکې رنګ، دیني عقایدو، او یا د نومونو ریښې نه دي. بلکې هغه شیان چې موږ له نورو بیلوي او امریکايي کوي مو، دا دي چې، موږ هغې یوې مفکورې ته وفاداره یو چې دوه پيړۍ د مخه په یو اعلامیه کې بیان شوې.

موږ پر دې څرګند اوبدیهي واقیعت باور لرو چې ټول خلک له یو بل سره برابر او سیالان دي."

ولسمشر باراک اوباما د نویو چیلنجونو په وړاندې د نویو ځوابونو غوښتنه وکړه .

نوموړې همدارنګه ژمنه وکړه چې امریکا به په نړۍ کې د جمهوریت ملاتړ وکړي او د هغو کسانو لخوا به اقدام وکړي چې د ازادۍ غوښتونکي دي .

د ولسمشر باراک اوباما د لوړې مراسمو ته وینا ځینې ټکي فارن پالیسي مجلې راخیستې:

لکه څرنګه چې ولسمشر باراک اوباما د ۲۰۰۹ کال په لومړۍ نیټه کله چې يې افغانستان ته د اضافي ځواکونو استول اعلانول، ویلي وو دا ویل، چې القاعده شبکه به بیا سرنه پورته کوي دې پورې تړلې، چې افغانستان باثباته او د خپل ځان د دفاع جوګه وي.

د ولسمشر اوباما په وینا القاعده شبکه اوس په لویه اندازه په افغانستان کې نشته او ښايي په دغه هېواد کې د دې شبکې د وسله والو شمېر له زر تنو کم وي.

د فارن پالیسي په وینا د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا بیا د تیر میلادي کال په نومبر میاشت کې وویل: استخباراتي معلومات ښيي چې د القاعده غړي هڅه کوي افغانستان ته د بیرته تګ توانمندي پیدا کړي.

مجله وړاندې لیکي، که چیرته د ملاتړي ځواک څخه هدف په افغانستان کې د تروریزم ضد مبارزې او روزنې لپاره د څو زره سرتیرو پاتې کول وي، نو د مقالې د لیکونکي په وینا له ۲۰۱۴ کال وروسته پر ملاتړي ځواک د اوسني جنګي ماموریت د بدلولو اعلان د ځواکونو د ویستلو لپاره یو پلمه کیدای شي.

فارن پالیسي زیاتوي: د اسامه بن لادن وژنه یوه مهمه کامیابي وه، خو دا پیښه د دې شبکې په فعالیتونو کې یوازې یو ځنډ وو.

القاعده له منځه نه ده تللې بلکې اوس هم د امریکا او لویدیځ پر اهدافو د حملو لپاره ژمنه ده.

القاعده شبکه او ملاتړې ډلې يې اوس هم په پاکستان، یمن او سومالیه کې فعالې دي او د مالي،موریتانیا ،الجزایر ، لیبیا او بورکینافاسو هېوادونو په شمول د افریقا په شمال کې فعالیت لري.

د فارن پالیسي په وینا که ناټو او امریکا اوس کار ونه کړي نو دا مبارزه به راتلونکې نسل ته پاتې شي.

مجله لیکي، کوم کسان چې اوس په افغانستان کې جنګیږي هغه مهال چې دا جګړه پیل شوه، نو دوی پینځه یا شپږ کلن وو نو موږ د اوسني نسل د دغه عمر لرونکو ماشومانو ته داسې راتلونکی نه غواړو.