په پوځې عملیاتو کې عام خلک وژل کیږي

د قبایلي سیمې شمالي وزیرستان اوسېدونکي وايي، هر کله چې د وسله والو او پوځ تر منځ نښته وشي، نو په ځواب کې پوځ پر عام ولس بمباري کوي.

د بمبارۍ د دې پېښو پر ضد تېره ورځ د میرامشا، ماچس او خروانۍ سیمې اوسېدونکو د پوځ پر ضد لاریون هم وکړ. د لاریون یو ګډونوال ډاکتر بشیر خان مشال راډیو ته وویل، که حکومت غواړي نو دوی به ورته وزیرستان پرېږدي.


د لاریون ګډونوالو له حکومته غوښتنه وکړه چې له دوی سره دې ظلم نه کوي. د دوی په خبره، په شمالي وزیرستان کې ډېر وخت ګرزبندیز یا کرفیو لګول کېږي، چې له عمله یې د ولس ژوند سخت اغېزمن شوې دی. په دې اړه د پاکستان پوځ څه نه دي ویلي.