ولې په پښتونخوا کې سیاستوال او جلسې په نښه کېږي؟

د پښتونخوا ،زل شوی مشر وزیر بشیر احمد خان بلور



انیسه اجمل مشال راډيو

پراګ:- په خیبر پښتونخوا کې په بیا بیا د سیاسي ګوندونو غونډې او مشران په نښه کېږي چې تازه مثال یې د خالي په ورځ په پېښور کې د صوبې سینیېر وزیر او د عوامي نېشنل ګوند غړي بشیر احمد بلور په یوه ځانمرګي برید کې وژنه ده.

د روانې میاشتې په لسمه نیټه په چارسده کې د عوامي نیشنل ګوند د یوې جلسې له ځای سره نزدې چاودنه وشوه او دغه ډول د روان کال د نومبر په نولسمه نېټه په مومند ایجنسۍ کې د جماعت اسلامي پر پخواني مشر قاضي حسین احمد هم حمله وشوه.

د دفاعي چارو کارپوه بریګېډییېر سعد وايي، وسله وال هغه کسان په نښه کوي چې د دوی پر ضد ولاړ وي او د امن خبرې کوي او څوک چې د وسله والو طرف داري کوي نو پر هغوی حملې نه کوي. د پاکستان استخباراتي ادارې هم په پښتونخوا کې د امنیت په اړه دومره دلسچسپي نه لري، هغوی د دې پر ځای په افغانستان کې خپلو اهدافو ته ګوري او هم دا وجه ده چې په پښتونخوا کې د نور پاکستان په نسبت په سیاسي مشرانو او جلسو بریدونه او چاودنې زیاتې کیږي.))

بلخوا کارپوه خادم حسین هم د بریګیډیر سعد خبري سره اتفاق کوي او وايي، (( په پاکستان کې هغه ګوندونه چې پرې د وسله والو لخوا حملې نه کیږي هغوی له انتهاګرې مفکورې سره یا خو همدردي لري یا دغه انتها ګر فکر د پاکستان د ریاست یا د سماج لپاره زیان نه ګڼي . او ځکه هم انتها پسنده ډلو ته یا انتهاګر فکر لرونکو هغه ادارو ته هم دا خبره مخامخ ده، چې په افغانستان او مرکزي ایشیا کې د غیر ریاستي تنظیمونو په ذریعه د خارجه پالیسۍ مفاد حاصلول غواړي.

خادم حسین وايي ، تر څو چې پاکستان خپله پالیسي نه وي بدله کړې، او د انتهاپسندو د تیارولو مرکزونه یې نه وي وران کړل شوي تر هغو به د جمهوریت ، بشري حقونو او د ټولني پرمختګ لپاره کار کونکې مشران په نښه کیږي.

نوموړي زیاتوي:(( دا انتهاګر سوچ هم بل ځای دی، مرکزونه یې هم عموما بل ځای دی کې دي، مفکوره هم عموما له بل ځای نه راځي، له پنجاب نه، له جنوبي پنجابه. همدا وجه ده چې هلته غټې غټې جلسې کېږي، نو هیڅ نه پېښېږي. او دلته په پښتونخوا کې چې یوه وړه غونډه هم کېږي په یو کور کې ناسته کېږي. د هغې نتیجه تاسو په خپلو سترګو ولیدله. له تیرو دیرشو کالونو راهیسې په پښتونخوا کې یو داسې اور کرل شوی دی، هغه تر یو خاص قسم مفکوري لاندې کرل شوی دی چې دوی ورته جهاد یا د خلافت جوړولو یو انداز وايي، خو د حیرانتیا خبره دا ده چې دغه قوتونه خلافت هلته نه غواړي چرته چې پکار دی ، په پنجاب کې دوی د خلافت خبره نه کوي، دوی نه په لاهور او نه هم د پنجاب په بل ځای کې دا خبره کوي خو چې پښتونخوا ته راشي نو دلته د خلافت قایمولو خبرې کوي. ))

دفاعي چارو کارپوه محمود شاه وايي ، اوس وخت راغلی چې د پاکستان حکومت او پوځ د تره ګرو پر ضد یوه سمه پالیسي جوړه کړي. او د بشیر بلور د پیښې ورسته به اوس ضرور د پاکستان حکومت راویښ شوی وي.

تر دې وړاندي په دوه زره نهم کال کې هم د عوامې نېشنل ګوند د صوبايي اسمبلۍ دوه غړي عالمزیب خان او شمشېر علي خان د وسله والو لخوا وژل شوي ول.