ډاکټران خپل روغتون ته نه شي تلای

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د کوټې سنډيمن روغتون د ډاکټرانو تر څلوېښتو ورځو هړتال وروسته يو د نړۍ هغه روغتون ګرځېدلی، چې که هر ډاکټر دې روغتون ته ننوځي، نو په سمدستي توګه به ونیول شي. د بلوچستان صوبايي حکومت يو شمیر پولیس او د ملیشه ځواکونو سرتيري یاد روغتون ته ددې لپاره راغوښتي، چې که کوم هړتالي ډاکټر د روغتون ودانۍ ته ځننه شي، نو په هم هغه وخت دي ونیول شي. ددې صوبې د ډاکټرانو تر هړتال او د بلوچستان حکومت تردې پرېکړي وروسته اوس په یاد روغتون کې تر ناروغانو او ډاکټرانو زیات د امنیتي ځواکونو سرتیري لیدل کېږي. د یادوني وړ ده چې ډاکټران ددې لپاره په هړتال دي، چې ددوي یو ملګری ډاکټر سعید احمد خان د اکتوبر پر ۱۶ نېټه له سریاب سیمې څخه نامعلومه وسله والو تښتوولی وو. چې اوس يي تښتوونکي له کورنۍ څخه د تاوان غوښتنه کوي. د خدای نور ناصر ویډیو