د پيښور په کليواله سيمه بډه بېره کې د پوليسو په يو ګاړي وسله وال بريد شوې چې په کې څلور پوليسواله ژوبل شوي دي.
د مشال ريډيو د خبريال له مخې پيښه د بډه بېرې په کږه وله سيمه کې هغه وخت رامخې ته شوه کله چې پوليس په يوه موټر کې د معمول په ګشت وو چې نا څرګندو وسله والو پرې ډزې وکړې ، په پيښه کې د پوليسو يو سب انسپکټر هم ژوبل شوی ، ټول ژوبل پوليس والا د درملنې لپاره ليډي رېډنګ روغتون ته وړل شوي.
بل پلو د خيبر ايجنسۍ په باړه کې په دوو بېلابېلو پيښو کې يو امنيتي سرتېرې وژل شوی او څلور کسان نور ژوبل شوي دي .
د خیبر سرکاري چارواکي وايي تېره شپه د باړې په فورټ سلوپ کیمپ باندې د وسلوالو لخوا په یو راکټی برید کې يو امنيتي سرتېری وژل شوی، بلخوا په سپاه کې په یو کور باندې د مارټر ګولۍ د راپریوتو په نتیجه کې دوه ماشومان او دوه میرمنې ژوبل شوي دي.
یاده دې وي چې د خیبر ایجنسۍ په باړه سیمه کې د تیرې اوږدې مودې راهیسې د لشکر اسلام وسلوالې ډلې پرضد پوځي عملیات روان دي.
همداراز د خيبر ايجنسۍ سرکاري چارواکې وايې پرون د جمرود شاکس سيمې نه ناڅرګنده وسله والو د خاصه دار ځواک يو صوبېدار او يو سپاهي تښتولي دي.
چارواکې زياتوي د لټون عمليات روان دي او د لا درکه شویوکسانو په اړه لا هم څه مالومات په لاس نه دي ورغلي.
همدارنګه ،د پاکستا ن په شمالي وزيرستان کې د امنيتي سرتېرو په يوه قافله بمي بريد شوی چې ورکې دوه سرتيري وژل شوي او اووه نور ژوبل شوي دي.
د چارواکو په وینا دا پېښه د شمالي وزېرستان په مېرعلی باۍ پاس سړک باندي شوې ، امنيتي سرتېرو هم ځوابي کاروايي کړې خو د مخالف لورې څخه د مرګ ژوبلې په اړه کوم خبر مخې ته نه دی راغلی .
د پيښې پړه د تحرېک طالبان پاکستان جندوا لله ګروپ پر غاړه اخستې . ياده دې وي چې په شمالي وزيرستان کې د هر اتوار ّپه ورځ د پوځي قافلو د تګ راتګ په موقع کرفيو وي.