د روس د بهرنیو چارو وزیر به نن اسلام اباد ته رسیږي

احمد الله مشال راډیو

اسلام اباد- د پاکستان د خارجه دفتر لخوا جاري شوي خبرپاڼه واېي، د روس د بهرنیو چارو وزير سرګی لاروف د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرې حنا ربانې کهر په بلنه نن د پاکستان دوره کوي او نوموړی به د خپلې دوري پرمهال حنا ربانې کهر سره په دوه اړه خيزه مسلو خبرې کوي چې پکې به خپل مينځې تعلقاتو ته وده ورکول، معاشي او تجارتي رابطې زياتول، د سيمي د سلامتۍ په صورتحال او د افغانستان په حالاتو خبري شاملې دي.

خبرپاڼه کې زياته کړی شويده، چې روس خارجه وزير به د پاکستان له ولسمشر اصف علې ذرداري او وزيراعظم راجه پرويز اشرف سره هم ليده کاته کوي.

د روس د بهرنیو چارو د وزیر پاکستان ته د سفر په اړه د سياسې او خارجه چارو کارپوه حسن عسکرې مشال ريډيو ته وويل چې په بنيادي توګه روس غواړي د دغه سره خپل تعلقات ښه وساتې او د روس د صدر دوره ځنډيدو لوجې پاکستان چې کومې اندیښنې لري، نو هغه ختمولو لپاره هم روس خپل خارجه وزير پاکستان ته راليږي.

نوموړي زياته کړه چې د دواړو ملکونو د ولسمشرانو تر مينځ چې په راتلونکو کې په کومو مسلو خبرې کیږي ، د بهرنیو چارو وزیر سرګی به په هغو مسلو د پاکستاني چارواکو سره غږیږي. او روس غواړې چې د دواړو هیوادونو ترمنځ خبرې جارې وساتي .

په اسلام اباد کې د پاکستان، افغانستان، تاجکستان او روس د مشرانو تر مينځ يو کانفرنس د نن نه شروع کيدونکی و، خو روس صدر ولاديمير پوټین خپله د پاکستان دوره وځنډوله چې لوجې دغه کانفرنس هم وځنډول شو.

پخوانی سفير او بهرنیو چارو کارپوه ډاکټر همايون خان وايي چې د روس د صدر راتللو سره به د دواړو ملکونو تر مينځ په تعلقاتو نور هم ښه اثر پريوتې وې خو موجوده وخت کې د روس د خارجه وزير دوره هم ډيره مهمه ده او دواړه ملکونه دا غواړي چې د افغانستان په ستونزه له یو بل سره خبرې وکړې. اخوا د پاکستان د پوځ مشر جنرال اشفاق پرویز کیاني به هم په روانه اونی کې د روس سفر کوي.